ژباړه: حامد بهیر
( د ځوانو لیکوالانو ځانګړنه)
نن مې یو ښه ټکی ولوست، د ګران او غوره ملګري «خالد نویسا» د ځینو ځوانو لیکوالانو د اخیستنې په اړه چې د واقیعت د توپیر او د هغه د هنري کولو په اړه د کیسې لیکلو په وخت کې وو.
په هغه څه باندې زیاتونه چې محترم لیکوال لیکلي وو، غواړم په دې اړه د ځوانو لیکوالانو لپاره یو څو نورې نکتې ولیکم. څو په هغه څه باندې سم پوه شي چې د کیسې لیکلو په وخت ښکاري/ ویل کېږي او ځانګړي شي.
د واقیعت انځورول او د هغه هنري کول
واقیعت یوه عیني پېښه ده، له هنري ارایو پرته، چې په هره شېبه، ورځ او شپه زموږ شاوخوا منځ ته راځي؛ یانې یو پیدا کېږي بل مړ کېږي، یو خوشحاله وي بل غمجن، یو زړیږي بل ځوانیږي، هره ورځ لمر لویږي او را خیژي، فصلونه رسي، واوره اوري، باران وریږي …
دا ټول سطحي او په واقیعت باندې بنا پېښې دي چې منځ ته راځي. خو دغه پېښې په یوازې ډول هنري نه دي، خو دا چې موږ ورته په هنري لید باندې وګورو او هغو ته یو ښکلی او هنري لیدلوري ولرو.
غواړم ساده یې ووایم چې په ژوند کې د دغو واقعي پیښو انعکاس داصل په بنیاد یوازې انځورګري او اعکاسي ده، چې پرته له هنر پنځونې نه په کیسه کې ورسره هره ورځ مخامخ یو؛ خو کله چې دغه ریښتینې پېښې د کیسې په نامه یوه چوکاټ ته دننه کېږي، لیکوال او کیسه لیکونکی د خپلې خلاقې وړتیا په مرسته د هغې په ماهیت کې تصرف کوي، او له یوې واقعي، عادي او بربنډې پېښې نه یوه ښکلې کیسه جوړوي؛ یانې په کیسه پیل کوي، هنري فضا جوړوي، کرکټرونه جوړوي، صحنې جوړوي او مسایل روښانه کوي.
په حقیقت کې ویلی شو چې د یوې کیسې موضوع پېښه ده، چې په ژبه کې د هنري واقیعت په نامه په یوه چوکاټ کې منځ ته راځي او هغه څه چې په عیني ډول او د ژبني هنر پنځونې پرته شته.
اوس دا چې موږ وایو چې زموږ د کیسې موضوع واقعي ده، پام مو وي چې دغه واقیعت په رښتیا سره د واقیعت یو انځور اخیستنه او مخامخ عکاسي نه ده؛ د واقیعت هنري کول دي. پرته له هغې موږ ټول هره ورځ ښایي د خپلې وړتیا تر اندازې پورې د غیري هنري واقیعتونو په انعکاسولو پیل وکړو او دا په دې مانا نه دي چې موږ ټول کیسه لیکونکي یو.
« پرتو لت برشت » ( د ایران مشهور لیکوال ) یوه مشهوره جمله لري وایي چې « د هر انسان په وجود کې یو هنرمند شته؛ نو هر انسان د خپلې وړتیا تر اندازې پورې هنرمند دی ».
دغه د هنري او خوندور لید اشاره چې هر انسان یې له ځان نه دهنري پدیدو په مقابل کې ښکاره کوي، ټینګار لري؛ یانې هر انسان د هغه د خپل ذوق او استعداد په اندازه چې د ښکلا د حس په مقابل کې یې لري، د هغو په اړه لید او اخیستنه لري؛ نو د خپل درک او هغه حس په اندازه چې له ښکلا څخه دي، هنرمند بالقوه دی، خو بالفعل نه.
بالفعل هنرمند هغه دی چې درک او حس یې د ادبي ژانرونو او فن سره وصل وي، د کیسې، رسامۍ، سینما، موسیقي او … پیدا کېږي او له یوې ریښتینې پېښې نه، هنري واقیعت جوړوي.
سمده چې د کیسې، ناول او رومان لیکوال خپل لومړي مواد له له واقیعت څخه اخلي؛ خو دغه واقیعت د لیکوال د خلاق تخیل په مرسته منځ ته راځي؛ لکه: د سل کاله تنهایۍ ( صدسال تنهایی ) ناول د ګابریل ګارسیا مارکز، د پائولو کوئلو کیمیاګر او ګل نار او اینه د ره نورد زریاب.
اخري ټکی چې باید ځوان کیسه لیکونکې ورسره اشنا وي دادی چې د « ریښتیني کیسې » اصطلاح کارول د ادبیاتو په نړۍ کې، په کیسه کې د هنري واقیعت له منځه وړل نه دي؛ برعکس په داستاني پېښو کې د واقیعت هنري کول دي د هنري تخیل او تصرف په مرسته.