ژباړه: حامد بهیر
سوریالیزم یانې د یوه « خالص » احساس او فکر بیان، په داسې توګه چې هیڅ ډول مخکینۍ فکري زمینه، ذهني تړاو، تعقیب، هیڅ ډول اخلاقي پاملرنه یا هنري قواعد، ادب او ښکلا پېژندنه یې پورته او متاثره نه کړي.
د سوریالیزم اصطلاح د لومړي ځل لپاره په (۱۹۱۱م) کال د فرانسوي لیکوال او شاعر « اپولي نر » له خوا د روسي رسام مارک شاګال د اثارو په اړه چې په فرانسه کې میشت و استفاده شوه.
په دې سبک کې زمان او مکان خپل خپل اصلي مفهوم له لاسه ورکړی، د هنرمند احساسات د پخوانیو طریقو له بنده خلاص شوې او د انسان د بیلابیلو ذهني حالاتو هیلو، بخت، خوب او وهمونو ته د پټ ضمیر په وسیله د ځان ښودنې فرصت پیدا شوی.
په پورته ټولو حالاتو کې د « خیال عنصر» د مناسب هنري عامل په ډول تر ټولو نه زیات کارول کېږي.
هغه هنرمندان چې ددغه سبک پیروان و، په دې باور دي چې د دوی د اثارو سرچینه په ازاد تداعي کې معاني، افکار او انځورونه یو ذهني حالت او هیلې بیانوي.
په حقیقت کې ددې هنر سرچینه د خیال نړۍ ده « د درون د نړۍ بیلول د بیرون له نړۍ نه » چې ددې هنر د مهمو ځانګړنو څخه ده.
سوریالیزم د عقل له فرمان نه لرې د تفکر بیان او تثبیت دی او د ښکلا پېژندلو له قوانینو سره اړیکه نه لري.
د سوریالیزم مکتب په دریو عناصرو ولاړ دی:
هزل
هیلې او خیال
لیونتوب