لیکنه: وکیل احمد عزیزي
د شلمې پېړۍ د دویمې لسیزې په وروستیو کلونو کې کله چې امریکایي ستورپوه، اډوین پال هبل د کلیفورنیا له ماونټویلسن څارځایه نور کهکشانونه کشف کړل، او همداراز ویې موندله چې هر کهکشان له یو او بله د لیرې کېدا په حال کې دی؛ نو دا نتیجه واخیستل شوه چې ګواکې کائنات یو وخت سره نزدې و او د وخت په تېرېدو پراخ شوي دي.
دغو موندنو د کائناتو د پیل اړوند د “سترې چاودنې” نظریې ته بنسټ ورکړ.
له بلې خوا، روسي کائناتپوه، جارج ګامو او دوو نورو همکارانو د شلمې پېړۍ د څلورمې لسیزې په لومړیو کلونو کې وړاندیز وکړ چې که کائنات د سترې چاودنې په پېښه کې له یوې مشترکې نقطې پیل شوي وي، نو بیا کولای شو چې د هماغه مهال ذرات او وړانګې اوس ومومو او له تحلیله یې پوه شو چې کائنات کله او څنګه پیل شوي دي.
په ۱۹۶۴ کال دوو ستورپوهانو، پینزیس او ویلسن د کائناتو د پیل د لحظې د وړانګو پر کشف بریالي شول او دې سره د سترې چاودنې نظریې ته نور هم قوت ورکړل شو.
په همدې وختو کې مخکښو ساینسپوهانو، سټیفن هاکینګ او راجرپنروس د اینشټاین د نسبي نظریې اړوند د کائناتو او همداراز “تورو غارونو” اړوند بحثونه په مخ روان کړي وو او د شلمې پېړۍ د اتمې لسیزې په پیل کې د ماسچوسټ پوهنتون د کازمولوژي ځوان معلِم آلن ګوت د سترې چاودنې د لومړۍ ثانیې په یوه ډېرررررره وړه برخه وخت کې د “پړسوب” نظریه هم وړاندې کړه چې مشاهدوي ثبوت یې په ۲۰۱۴ کال کې وړاندې شو.
بالاخره د شلمې پېړۍ تر وروستیو کلونو پورې عام نظر دا و چې کائنات خو پراخېږي، مګر جاذبه قوه به یې پراخېدل ورو کړي او یو وخت به هر څه له منځه لاړ شي.
خو په ۱۹۹۸ کال، هبل فضایي ټلسکوپ د بېخي زړو کهکشانونو وړانګې وموندلې او چې کله یې د هماغه مهال د کائناتو د پراخېدا کچه د اوس وخت د پراخېدو له کچې سره مقایسه کړه نو ټوله نړۍ هېښه شوه. دوی وموندل چې کائنات نه یوازې دا چې پراخېږي، بلکې لحظه په لحظه یې د پراخېدو سرعت هم پسې زیاتېږي.
دغې موندنې هماغه پخوانۍ اندېښنه ظاهرا له منځه یووړه چې ګواکې جاذبه قوه به یو وخت د کائناتو پراخېدل ودروي او له منځه به یې یوسي. نو اوس مهال موږ یوازې په پراخېدونکو کائناتو کې نه، بلکې په تېزېدونکو کائناتو کې ژوند کوو.
کازمولوجیسټان د کائناتو د دغې چټکې پراختیا پړه په “تیاره انرژي” ور اچوي. تیاره انرژي مخامخ نه شي مشاهده کېدای، فقط د اغېز له وجهې یې د شتون په اړه خبرې کېږي. د محاسبو له مخې، تیاره انرژي د کائناتو ۶۸ فیصده برخه جوړوي.
له بلې خوا، د کائناتو ۲۸ فیصده برخه “تیاره ماده” تشکیلوي چې دا بیا د جاذبوي اغېز مسولیت په غاړه لري. په کائناتو کې یوازې ۴ فیصده برخه د لید وړ ده چې دا موږ یې پراخ جهان بولو.
اوس ظاهراً داسې ښکاري چې د تیاره انرژۍ اندازه تر تیاره ماده زیاته ده، نو کائنات د له منځه تلو په ځای باید پراختیا ته دوام ورکړي، ځکه تیاره انرژي تر تیاره مادې زیاته ده او کائنات په تېزۍ د پراخېدا په حال کې دي.
خو کیسه بل ډول ده. خبره دا ده چې د کهکشانونو، ستورو، سیارو او په ټوله کې د مادې په منځ کې جاذبه قوه موجوده ده او په انفرادي ډول په هر اسماني جسم کې د هغه پر له منځه وړلو بوخته ده، نو دا جنګ په نهایت کې جاذبه قوه ګټي.
مثلاً همدا اوس د هر ستوري په منځ کې هایدروجن له جاذبې سره په جګړه بوخت دی او هر وخت چې یې هایدروجن ختم شي، نور جاذبې قوې ته تسلیمېږي. کله چې په کائناتو کې هایدروجن ختم شي، نور د ستورو، کهکشانونو او په ټوله کې د هستۍ زوال یقیني کېږي او کائنات مري.
له بلې خوا، تیاره انرژي اصلاً د فضا د کشولو په وسیله د کائناتو د پراخي سبب کېږي، خو کله چې ستوري، کهکشانونه او هستي له منځه لاړ شي، د کائناتو پراخېدل بې معنا کېږي. ځکه فقط فضا پاتېږي، او د اینشټاین د عمومي نسبیت له مخې، کله چې ماده له منځه لاړه شي، فضا هېڅ اهمیت نه لري.
نو بنااً، د کائناتو پراخېدل دا مانا نه لري چې ګواکې له منځه تلونکي نه دي. موږ چې د تیاره انرژۍ کومې هیلې ته ناست یوو، هغه کار نه ورکوي او کائنات ژر له منځه ځي.
جاذبه قوه په هر حالت کې ګټونکې ده، که څه هم د طبیعت د څلورو اساسي قوو له ډلې څخه تر ټولو ضعیفه قوه شمېرل کېږي.
د طبیعت یو له پېچلو پدیدو څخه جابه قوه ده، زه فکر کوم که سمه یې وپېژنو ډېرې ستونزې به مو حل شي. دا ډېرررر نابلده شی دی.