استاد ګل رحمن رحماني
سرتوره ابیقوره د دري ژبې د پیاوړي شاعر او لیکوال استاد جنید شریف د پښتو شعرونو دویمه ټولګه ده چې تازه سمون خپرندویې ټولنې له کابله خپره کړې. د ټولګې د شعرونو په اړه خبرې جلا بحث دی، خو د نوم په اړه یې ښايي یو ژور ابهام موجود وي او څوک چې د نړۍ ادب مطالعه ونه لري، نو په اسانۍ ورباندې نه شي پوهېدلی. له ما نه هم ډېرو ددې نوم په اړه پوښتنه کړې ده، په همدې سبب غواړم خپل ځواب یا توضیح دلته وړاندې کړم.
ابیقور یا اپیکوروس په ادبیاتو او هنر کې یوه داسې استعاره ده چې پر کاذبو شخصیتونو، منفي ارزښتونو، خرافاتو، غلامۍ خوښوونکو شخصیتونو د ګوزار او غندنې لپاره کارول کېږي.
ابیقور اصلا د لرغوني یونان په تاریخ کې داسې یو شخص دی چې د ظلم، زیاتي، نادودو، بې قانونۍ او ډار پر وړاندې سرنه ټیټوي، د خیر او شر په جګړه کې تل د شر پر وړاندې ولاړ دی، خیر غواړي، د حق دفاع ته ور دانګي، له اوهامو تښتي او تر نورو هم د خپلو فلسفي ارزښتونو له لارې د حقیقت رڼا رسوي.
ابیقور(۳۴۲-۲۷۰م.م) په لرغوني یونان کې د اپیکورس فلسفي مکتب بنسټګر دی چې په ساموس ټاپو کې زېږېدلی دی. د نوموړي فلسفي پوهه پر څلورو ستنو ولاړه ده چې احساس، عاطفه، د کل مانا او فکري شهود بلل کېږي.
دی وايي چې عاطفه اصلا د خوند او درد احساس دی او دواړه یو له بل سره تړلي یا یو ډول دي، د حواسو تېروتنه په ادراک کې نه رامنځته کېږي، بلکې هغه قضاوت کې ده چې له ادارک سره ذهن ملګری کوي او کله چې احساس تکراروو، نو په ذهن کې یو بشپړ تصویر ایجادوي چې دا تصویر په یوه کلمه سره ثابتوو. دا چې دغه مانا له احساس څخه سرچینه اخلي، نو هغه واقعي تصویر ته ورته ده چې په ذهن یاني مخکني فکر کې پاتې کېږي.
نوموړي شاوخوا درې سوه لیکنې درلودې چې یوازې ځينې برخې یا لیکونه یې تر ننه پاتې دي او مورخانو ورباندې د هغه د ژوند په تړاو استناد کړی دی، په لیکونو کې یې د توکلس او مناکویوس په نوم لیکنې د یادونې وړ دي.
په ټوله کې د اپیکورس له فلسفې نه موخه دا ده چې انسان یوه خوشحاله او ژوند څخه راضي نړۍ ته ورسېږي، چې یوه ستنه یې (اتاراکسیا) یاني ډاډ، ارامښت او له وېرې پاک چاپېریال بلله او بله هم اپونیا یا له درده لرې او پر ځان بسیا ژوند، خو دا بې دردي او پر ځان بسیاینه باید د دوستانو پر مټ رامنځته شي.
ابیقور به ویل چې نېکمرغي او درد د ښېګڼو او بدۍ معیار دی، مرګ د بدن او روح پای دی، په همدې دلیل باید وېره ونه لرو. د نړۍ پېښې په تشیال کې د اتمونو په حرکاتو او افعالو پورې تړلې دي.
د استاد کارګر په خبره ابیقور د مینې او دوستۍ لېوال دی، په مینه ټینګار کوی، په همدې اساس د هغه شراب عارفانه شراف نه دی، بلکې ددې دنیا د محبت او دوستۍ قطرې دي. د خبرتیا او هوښیارتیا، د پوهې او ځیرکۍ ماده ده. اوسنیو خونړیو جنګي پېښو زموږ د ټولنې انسان بدل کړی یا په بله مانا له هغه یې مینه پرېوللې ده. د ابیقور ښکلي زموږ په اوسني افغاني چاپېریال کې له تیت پرکۍ نه یو والي او د ځان له ورکېدو نه سر ټکوي.
د هغه د فکر او ازاد خیالۍ، بې پروایۍ او استغنا حالت څخه جوتېږي. په بله خوا کې د مخالف ښوونځي د سرلاري پروپاګندونه او تبلیغات هم ددې مکتب په پېژندلو کې مرسته کوي. ده به خلکو ته ویل چې «خدای د وېری لپاره نه دی، مکافات او مجازات هغه نه، ستاسې خپل اعمال یې درکوي، نړۍ ابدي ده، نه ورانېږي.»
ابیقور لومړی فیلسوف دی چې د بلې دنیا له سزا نه وېره یې له انسانه لرې کړه. اصلي ملګري ستايي جعلي غندي. دده مخالف مکتب رواقي مکتب بلل کېده او پر ده یې سخت ګوزارونه کړي دي.ابیقور ټول عمر په مجردۍ کې تېر کړ، ناروغ و، د ګردې له ډبرې یې شکایت کاوه او په ۲۷۰ قبل میلاد کې د ۷۲ کلونو په عمر د همدې ناروغۍ په سبب له درده مړ شو.
اوس ویلی شو چې ښاغلي جنید به د ابیقور د فلسفي ارزښتونو – چې د انسان او انساني ټولنې د پرمختګ او غوړېدو لپاره معیاري او بشپړ بریدونه وو-د خپلې اېډیالې نړۍ معیارونه بللي وي، خو نن چې نه عملي کېږي او یا دا ډول اېډیاله ټولنه نه لرو، نو په حقیقت کې یوه بحران رانغاړلي یوو او دې بحران حالت ته د سرتور ابیقور سره ورته والی ورکړل شوی دی.
ستونزه دا ده چې په (سرتوره ابیقوره) کې پر ابیقور د مونث خیال کېږي او لوستونکي ته ابهام پیدا کېږي، حال دا چې یاد ترکیب باید د ندايي حالت له نښې سره واضح شوی وی یاني (سرتوره ابیقوره!) بڼې یې ابهام کمولی شوی، ځکه شاعر په ابیقور پسې غږ کړی او تر همدې نامه لاندې شعر کې د هغه د وضعه شوو ارزښتونو د اوسنۍ تشې نه شکایت شوی دی.