لیکوال: همت عمرزی
د سیند په غاړه د باد لوري ته یو خړ کلی اباد دی، دا کلی د سیند او دښت ترمنځ له لمرخاته لوري څخه مخ په قبله په عمودي شکل اوږد، اوږد غځېدلی دی، د مخ له خوا د قهرجن رود ژمنۍ او پسرلنۍ څپې ظالمانه رښکی ترې راباسي، او د شا له خوا د دوبي تنوري بادونه او د ژمي یخچالي شمالونه د دې کلي د کلیوالو رنګونه ور کبودي کوي، د نازکو ماشومانو پاسته لاسونه او ورېښمين مخونه د ګرمو او یخو بادونو په بې رحمه چپيلاخو ترغي ترغي، او وینې وینې تور او سره پرله اوښتي وي، سپين غومبري يې د نېستۍ په تورو خيرو وَدي او لوغړن ولاړ وي، کله کله چې د تاوجن باد په لړو کې پرېمانه مَټ را ودوړېږي، نو د وړو ماشومانو د ملایمو صورتونو زخمي چاودې له ریګو او خاورو ورډکې کړي، او د دوی ماشومانه خوبونه ور ودردوي، بې وسه میندي يې په کرږو کرږو د خیرنو زخمونو بې اسرې ننداره کوي، دوی د مرهم او مداوا کومه چاره نه لري، نه پماد شته، نه پټی، نه دارو شته نه ګولی، نه مرهم شته نه درهم، غریبانه خړې کوډلې او محرومانه څړیکې او ویرژلي دي.
د محرومو میندو د دردمنو زړو فقط دا سېک وي چې د کور په کوم ګردجن تاغ کې د دېوال په کوم تورچاک کې یو پوسکه وهلې د لاندي وازګه را پيدا او د ګلونو کوچینیانو نازک زخمونه ورته غوړ او په کومي وړیني رښکی ور وتړي، واړه ماشومان د ژوبلو مخونو او چاودلو لاسونو د مینځلو وس اوتاب نه لري، ځکه خیرنو زخمونوته د اوبو څاڅکي لکه مالګین وارونه، تاوجن زجرونه او بې تابه دردونه دي؛ د سوخت او سوی کوکاري تل د کاله غوږونه کڼوي.
ماشومان د ماشومتوب دوران نه لري؛ چې د کوره د وتو او کوتک اخیستو شو، مېښې او وزې دي، سوې غرمې او پایتاوي دي، د کلي په خوا کې له ځنګله څخه د زوزانو را وړل او د بوټو ټولول د ماشومانه ژوند حتمي ستړې مشغولا ده، د ملا او مسجد خواته د ماشوم ورتګ ډېر پيکه او بې رنګه دی، د کلي دا غریب کلیوال د ماشومانو د کار روزګار په نیامت د ماشومو خپړو د ګټې وټې په تمه خپلې ناپایه تمې او اسرې ور پورې تړي، سپيره ژوند او سپيره کلیوال یوله بله سره سم ورغلي دي، سنتي، تکراري، بېله نوښت او بدلونه یو رنګ د ژوندون بې واکه ټکنی بهیر همداسې مخ پر وړاندې سوکه او پیکه درومي.
د کلیوالي خوارو او زارو سپيرکیو ماشومانو په منځ کې د ظریف کاکا زوی عبدالله چې لږ له رنګه غنمرنګ وو، ټولو تورکی باله، اوس نو دی هم د دې ډول ستړي او لالهانده ژوند له ترخو او دردو په خپله اندازه دردمن او برخمن دی، دی هم د مسجد سېپاره او د ملا صاحب چلاغه په سرسري او رواجي توګه تجربه کوي، خو اصلي سروکار يې د لبړي چوټو، کوتک او پایتاوو سره د پسونو د رمباړوپه بدرګه وي، سهاروختي او ماښام ترغوني کې د مَټو او ګرځونو دوړې په سربادوي، خیرن بدن د چاودو، چاودو لاسونو او پښو ګلګون زخمونه د لاندي په زړې وازګي او د نغري په تورو اېرو ټکوروي، خپل جسمي دردونه د ناخوداګاه روحي دردونو د سکون په پار په دې ډول لږڅه تسکینوي، اوس نو تورکی د ظریف کاکا د کور او شَکور د کار او ګټې حسابي او کتابي دیساره او هرکاره دی، هم به سبق لولي او هم به کوتک ګرځوي، په کرونده کې کار او د بوټو بار يې ورځنۍ دنده او مشغله ده، پر نرۍ ملا د اغزیو او کوړاګانو لانده او درانده بارونه لکه مړوچه ځوان بې چنې او بې بانې را کشوي. دی مجبور دی چې د ژمي د تایی او ذخيرې لپاره دا جابرانه چاره ترسره کړي.
ژوند لکه د تورکي تور بخت همداسې په تورو تیارو کې د سپيده داغ له څرک پرته روان وو، تورکي به د دې ډول سخت او بې رحمه ژوند هرې ناکردې ته په یو خاموشه روحي غبرګون د رد په رویه ورکتل، خو د رواجي تبحر پرتم او هیبت يې د خولې کلفونه ښه ټينګ ورتړلي وه، ده به کله کله د ځينو عامو او عادتي جبرونو او ستمونو پرضد مقاومت او بغاوت وکړ، خو د کورنی، چم ګاونډ وګړوته به ساده او ابدال ښکاره شو، او ټولو به د لوده ټاپه پرې ور ټک وهل.
تورکی به همیشه د ماشومانه محرومیت او استبدادي مشرتوب ظالمانه دود ته همداسې ګروهمن او فکرجن وو، ده به د خپلو مسخه سوو فکرونو او ټکول سوو آرمانونو د جبروت په نیامت په ناهیلي زړه کې یو پټ درد له ځان سره زغمه، ده ته به د ټولنیز لاشعوره بهیر کړه وړه سوال سوال او نیوکه نیوکه وه، ده د خپل پلار کورنی جبر ته دروني غبرګون ښوده، د پلار خوی او خصلت، کړه وړه او عادت ورته د منلو نه وو، د بيلګې په توګه؛ د پلار بې مورده قهر او غوسې زوروی، دې ټکي ته به فکرمن وو، چې زه ولې مجبور یم چې هره ورځ ترځان او توان پورته اغزن بارونه د کلي له پورې ځنګله څخه په نرۍ ملا تر کوره را وړم، او دلته ګاشونه او درمندونه ورڅخه جوړ کړم، خو بابا مې هر سهار د کوڅې د پيتاوي لمرین مجلس نه ناغه کوي، حال دا چې دی تر ما هم قوي او هم مټور دی چې دا کار په آسانی ترسره کولای شي.
ده به د پلار دې عادت ته په ښه سترګه نه کتل چې د کهول د غړو په منځ کې د ده د خوراک برخه هم غوښنه او هم ارزښتمنه وه، ده ته به دا پوښتنه وه چې پلار يې ولې ډېر خوراک کاوه او لږ زحمت يې ایسته، په کور کې دغه توپيري اوبي غوري چلند د تورکي ماشومانه فکرونه لانور هم ډېر انديښمن کړي وو، تورکی به د مور او وریندارې همیشنی دعوې او جګړې ته هم په زړه کې ژړېده، پر کم عمره مظلومې وریندارې يې د مور د جبر او ستم روان ناورین له زړه نه بد ایسېده، خو د بدلون او خلاصون کومه اسره يې نه وه، دغه حالت يې په ځېر حِسوی چې مور به يې ټوله ورځ بېکاره او کور په کور د خپلوانو سره ګرځېده او یا به هغوی ډلې ډلې د دوی کور ته د عبث او بې ګټې مجلس او غیبتونو په خواږه بنډار کې د ګډون په موخه راتله، بې وسه او په تن رنځوري وریندارې به چای او خواړه ورته تیارول، کله چې به خپلوانو د تیار کړو خوړو، خوند او نمک وکوت، نو شل رنګه نیوکې او ملنډې به يې پرې وهلې او دا به يې په ډېرو سپکو ستغو خوله، خوله او په زار زار وژړول.
په زړه دردمنه او په تن رنځوره مږور پرته له دوا او ډاکتره د بې غوره خواښې د جبر او حسد بې رحمه وارونه زغمل او د ژوند له خوږو او رنګو بې برخې تریخ ژوند يې همداسې بې داده تېراوه، تورکي دا بې مورده شین ظلم په خپلو دردمنو سترګو نظاره کاوه او د خپل دروني دنیا په ژورو کې يې لاهم یو اورنی درد ورتپی.
تورکی د دې ستړي او دردېدلي ژوند د جبر او ستم ډول ډول وارونه او داغونه لاپسې زغمي، او خپل د نوي زلمیتوب، تاند فکرونه او خوځنده هیلې د ناهیلۍ او وېرې په تور تار ټينګي تړي، دی په داسې یو منجمد او ګنډلي چاپېریال کې ژوند کوي چې پرته له خپل مات زړه بل مخاطب نه لري، نه يې د اورېدو څوک شته او نه د پوهېدو.
پټ آرمانونه په پټو پردو کې د ګونګ او کوڼ محیط په تورو سمڅو کې لکه ځوانيمرګ زلمي ښخ او خاموش دي، تورکی د خپل تخیلي دنیا څرګندولو او ډاګېزه کولو ته نه جرئت لري او نه فرصت. خپل اغزن بارونه به راوړي او خپل څاروي به څروي، نه د ژوند خوندونه شته، نه د اخترونو او ښادیو سیلونه او جشنونه.
کله کله خپل په فکري دنیا کې لږ غوندي غرق شي، او په ناخودآګاه توګه ځان ته یو خیال پلو غوندې ژوند ورغوي، دی په دې تخیلي سوچونو کې پوخ مټور زلمی وي، کاږه واږه شخ بریتونه يې وي، د کلي د وړو او زړو سترګې ورپسې وي، له خارجه تازه راغلی وي، په یو ساټ اوباټ سینګار کړي انداز په ډېر لوکس موټر کې د کلي په دوړنو کوڅو کې چکرونه وهي او خلک يې د جلال او پرتم حیرانونکې ننداره کوي، کله بیا د خپل واده د ورا ننداره نېغه سترګو ته ودروي، په سپينو کالو کې د همزولو، وړو او مشرانو کلیوالو په منځ کې د خسر د کور پر ټغر ملاتړلی په ناز او نواز ولاړ وي، او ملا صاحب يې ملا ورتړي، بیا داسې احساس کړي چې د کلي په کچه د ښه نوم او نښان یو خوځنده او فعال مخور سړی وي، د کور کلي په هر غم او ښادۍ کې د خلکو مټ او بازو وي، خلک يې په ښو، ویاړ او دعا یادوي…
عجیبه خواږه خواږه فکرونه او نورازه خیال پلونه د خوار تورکي پر فکري دنیا ور څرخي، خو کله چې له تخیلي دنیا را په سد شي، نو هغه (آش هغه کاسه) وي، تورکی او بخت چپه وي.
د تورکي د مضطرب او سرګردان ژوند دا ستړیا اولالهاندي لانوره هم شدت پیدا کوي او د وخت جبر يې لاهم ورځ تربلي ننګوي او ګواښي، کله کله د کلي نور بې پروا او بې باک زلمي په تمسخر او پيغوري ډول ورته دا اورنی تلوسه هم پيدا کوي چې ته به لاترڅو همدا اغزن پنډونه او غرني تیندکونه تکراروې؟ ته به يې او دا غرونه اورغونه به وي، لا ترڅو؟ ځه نور خپل په خوښه او اراده ژوند غوره کړه او له دې جبر څخه د خلاصون تابیه وکړه، تورکی په دې پېغوري چلند ډېر سخت دردمن اوفکر جن شي، خو بېرته د خپل ناچار او مجبور ژوند پېټي ته شا کړي او د اغزو نکراغي پر خپلې سورۍ سورۍ ملا قبلوي، ژوند همداسې روان دی او تورکی په نالان دی.
د اغزو بارونه، د شپنی زحمتونه او د زلمو پېغورونه یو خوا او د کلي کور ناشولته رواجونه بله خوا د تورکي د زړه ټوپونه ستړي کوي، غم او خپګان يې ورځ تربلې زیاتېږي، او خوار تورکی لکه مړاوی ګل ورته ننېږي، نور نو داسې حالت رارسېدلی دی چې تورکی د خپل تور قسمت پاڼه د یو سپين سباوون په تمه په بله واړوي، تورکی نور دا جرئت او جسارت په ځان مني او د کلي له کوم بل همزولي زلمي سره چې هغه لا له مخکې دا تجربه یو ځل آزمایلې ده، نور د اغزو بارونو، د څارویو پالنو او د کور او ماحول حاکم جبرته لته ورکوي او کوم بهرني هیوادته په قاچاکي لار د تګ تابیه نیسي، په ډېر شور او شوق د سفر موزې په پښو کوي او د خپل خیالي ژوند د جوړولو په پار د ناڅرګند برخلیک د قیمار لوبه پیل کوي، د تورکي د تور ژوند تاوجن سفر د خپل یو بل لاشدید او قهرجن پړاو یوسخت خطرناک فاز ته ور داخلېږي، دا سفر ډېر توند اوځغلند خوځښت لري، د تاندو او تازه آزادو سوو هیلو د توند سېلاب دا مزل ډېر ژر د خپل سرخوړلي خاوند د تور برخلیک په نیمه خواه قسمت کې یو دم بې سيک اوبې ساه تم کېږي، او د پوله ساتي عسکر د یو ډز سره د تورکي د تور ژوند توره پاڼه همدلته د سترکو په رپ کې را رژېږي او په دې سره په یو عالم ققنوسي آرمانونو تورې خاورې ور اوړي.
پیل: ١\٩\١٤٠٣، فراه.
پای: ٧\١٢\١٤٠٣، هرات.