استاد اسدالله غضنفر
جنګ ته روان سړي په لاره کې یو حکیم ولید چې دېوال ته یې تکیه کړې، پیتاوي ته ناست دی. جګړهمار آس ودراوه، ورته ویې ویل: بوډا دا راته ووایه، دا جنت او دوزخ رښتیا شته، که هسې یوه خبره ده؟
بوډا حکیم ورته وویل: ته ځان ته جنګیالی وایې، خو داسې ښکارې لکه یو ګدا!
د جګړهمار سترګې له قهره وځلېدلې، په تیکې کې یې اېښې تورې ته یې لاس اوږد کړ.
بوډا حکیم نور هم په قهر کړ، ورته ویې ویل چې دا به لا کوم پاچا وي چې ستا غوندې سړی یې عسکر دی!
جګړهمار توره له تېکي را وایسته.
او دغه وخت حکیم سمدستي ورته وویل: همدا د تورې را ایستل د دوزخ د دروازې پرانیستل دي.
جګړهمار پوره شو چې حکیم غواړي په جنت و دوزخ یې وپوهوي، نو توره یې بېرته په تېکي کې کېښوده او چې څنګه یې داسې وکړل، حکیم ورته وویل: همدا په تېکي کې د تورې اچول د جنت د دروازې د پرانیستلو معنا لري.