ژباړه: استاد ګل رحمن رحماني
یوې ښکلې نجلۍ واده وکړ، له واده څه موده وروسته یې له خپل خاوند سره لانجې پیل شوې، له خپل کورني وضعیت څخه سخته ستړې شوه، خپلې مور ته یې شکایت وکړ او ورته وویل: غواړم خپل خاوند مې ووژنم، خو له قانون څخه وېرېږم، هسې نه چې پاتې ځواني مې زندان کې تېره شې؛ نو په دې چاره کې راسره مرسته وکړه.
مور یې ورته وویل: لورې! سمه ده، مرسته درسره کوم، خو ددې لپاره چې څوک درباندې شک ونه کړي، د هغه له وژلو وړاندې باید ځینې سخت کارونه تر سره کړې، کولی شې؟
لور یې په ډېره هیله د چمتو والي او هر ډول تکلیف ګاللو ډاډ ورکړ، وویل چې له خپل خاوند څخه د خلاصون لپاره هر سخت کار ته تیاره یم.
مور یې ورته وویل:
باید دا شپږ کارونه تر سره کړې؛
۱-تر ټولو وړاندې له هغه سره سوله وکړه
۲-باید هر وخت د هغه لپاره ځان ښکلی او زړه راښکونکی کړی.
۳-باید تل ورباندې پام وکړې او پوره درناوی ورته ولرې.
۴-تل صابره اوسه، له خاوند سره دې زیاته مینه وکړه، حسادت دې کم کړه، د هغه مننونکې اوسه.
۵-خپلې پیسې دې ورباندې ولګوه، شتمني دې ورکړه، که پیسې یې بېرته درنه کړې، ارامه اوسه، ورته غوسه نه شې.
۶-هر څه یې چې ویل غلې اوسه، زړه یې تر لاسه کړه.
ددې ټکو په عملي کولو سره که هغه مړ شي، نو د کورنۍ هېڅ غړی به په تا شک ونه کړي. اوس وایه چې عملي کولو ته یې چمتو یې؟
لور په ډېره هیله ځواب ورکړ، چې بیخي موافقه او ددې کار لپاره په خوښۍ چمتو ده.
مور یې وویل: اوس دا زهر درسره واخله او هره ورځ د هغه په خوړو کې یو یو څاڅکی اچوه چې په تدریجي ډول هغه ووژني.
په دې کې یوه میاشت تېره شوه، د میاشتې پای کې نجلۍ یوه ورځ په بیړه بیا د خپلې مور کور ته راغله او مور ته یې په وارخطایۍ وویل:
مورې! زه اوس د هغه د وژنې نیت نه لرم، بلکې ورباندې مینه شوې یم، اوس د هغه اخلاق او کړه وړه په بشپړ ډول بدل شوي دي، د ژوند تر ټولو ښه ملګری ورڅخه جوړ شوی دی، داسې ملګری چې ما یې لا خیال هم نه و کړی.
د مور لاس یې ټینګ کړ او په ټینګار یې زیاته کړه:
مورې! خیر دی، همدا اوس راسره مرسته وکړه، چې د هغه ورکړو زهرو څه چاره وکړم، بې اغېزې یې کړم او هغه له مرګه را وګرځوم.
مور یې په غمجن غږ ورته وویل:
لورجانې! اندېښنه مه کوه، هغه زهر نه وو، زهر خو خپله ته وې، زهر ستا په ذهن کې وو، تا په خپلو جنجالونو او شخړو ورو ورو خپل خاوند تر مرګه رساوه، خو اوس چې بدله شوې، ارامي دې خپله کړه، هغه دې ورځ په ورځ په خپل مینه ناک چلند او درناوي را خپل کړ، یو مهربان او مینه ناک خاوند شو.
ګوره لورې! نران بد او شریر نه دي، دا زموږ د چلند بڼه ده چې د هغه په چلند کې بېرته موږ ته را ستنېږي، که چېرته موږ ښځې د خپل ژوند د ملګري په اړه درناوي، مینه، فداکاري، پاملرنه او ژمنه ولرو؛ دوی هم بېرته همدا شیان موږ ته راکوي.