لیکواله: نازنین احمدزۍ
د مهاجرت پدیده یوه نوې مسأله نه ده، بلکې د انسانانو له منځته راتګ سره سمه رامنځته شوې ده. له پخوا راهیسې د یوه خاص ځای اوسیدونکي د خپلو اړتیاوو د نسبي معلوماتو او پېژندلو څخه وروسته هڅه کوله چې دا اړتیاوې له منځه یوسي چې یوه له هغو مهمو او ښو لارو څخه د خلکو مهاجرت دی.
مهاجرت د (migration) مترادفه کلمه ده چې (migration miqrare) د ځای پر ځای کیدلو یا اوسیدلو په مانا دی.
«رولان پروسا» (1985 ) فرانسوي بشر پيژندونکی وایي: “مهاجرت د خلکو یا ګروپونو هغه حرکتونه دي چې د یو معمولي فرد دایمي تغیر یا د یو ځای د ډیر وخت اوسیدونکي رانغاړي.”
د هغه په اند د بشر په دې حرکتونو کې باید لاندې درې ټکو ته ډیره پاملرنه وکړو:
په نوي ځای کې د اوسیدلو وخت او دوام؛
په دواړو ځایونو کې د واټن شتون؛
د مهاجرت د پیلیدو وخت او د وخت واتڼ شتون.
د اسلام د مقدس دین له نظره: “هجرت د خپل ایمان او عقیدې د ټینګښت او ساتلو په منظور له یوه هیواد څخه کډه کولو یا وتلو ته وایي او مهاجر هغه څوک دی چې د طاغوت او ظلم له ساحې څخه باندې وځي.”
UNHCR سازمان په کال (م۱۹۵۱) کې مهاجرت د وخت تعینولو لپاره یو تړون رامنځته کړ چې مهاجر هغه کس دی چې د لاندې پينځو ضرورنو څخه د یوه یا ټولو د ډار په وجه په بل ځای کې استوګن شوی وي چې دا پنيځه لاملونه عبارت دي له:
نژاد،
ملیت،
دین،
د یو نامتو سازمان غړیتوب،
د سیاسي نظریې په وجه. د آریانا دایرة المعارف په شپږم توک کې مهاجرت (کډوالي) د هجرت کولو او له خپل وطن نه بل ځای ته د انتقال کولو په معنا دی او په اصطلاح کې د یو هیواد او سیمې پريښودل او په بل هیواد او سیمه کې میشتیدل دي.
زما په اند مهاجرت د خلکو یو ډول انتقال یا ځای پر ځای کیدل دي چی له خپل اصلي ځای یا هیواد څخه بل ځای ته د بیلا بیلو علتونو په وجه لکه: فقر، ظلم، ناروغتیا، د خوارکي توکو کمښت، طبیعی آفتونه، جنګ، بیکاري، بې امنیتي او یا هم د ژوند مساعدو شرایطو د رامنځته کیدو لپاره ښه تعلیم، ښه کار او اقتصاد، د اوسیدلو ښه ځای، ښه روغتیایی امکانات، سیاسي آزادي او نورو بیلابیلو عواملو په وجه تر سره کیږي.
دمهاجرت ډولونه
په لومړي سرکې مهاجرت دوه ډوله دی: ۱ – بهرنی (خارجي مهاجرت) ۲- داخلي مهاجرت
۱ – بهرنی مهاجرت: دا مهاجرت د هیوادونو په منځ کې تر سره کیږي.
۲ – داخلی مهاجرت: د یوه هیواد په کورنیو سیمو کې ځای پر ځای کیدل دي او دا هم دوه ډوله دی.
الف :- ورځینۍ مهاجرت : د کار ځای او یا د ښارونو له خدماتو څخه د ګټې اخیستنې لپاره ښارونو له شاوخوا سیمو څخه سترو ښارونو ته د خلکو ورځنی حرکت داخلي مهاجرت دی په دې ډول مهاجرت کې خلک ماښام بیرته خپل کورته ستنیږي.
ب :- موسمي مهاجرت : د کوچیانو حرکت او له ښارونو څخه کلیو ته د کار ګرانو تلل د داخلي مهاجرت یوه بیلګه ده.
د وخت او زمان له مخی د مهاجرت ډولونه:
د وخت له مخې مهاجرت دوه ډوله دی:
۱ – قطعي یا دایمي مهاجرت: په دې ډول مهاجرت کې مهاجر په ارادي ډول یا هم د کوم سیاسي فشار په وجې نشي کولای خپل لومړني ټاټوبي ته ولاړ شي.
۲- موقتي یا بیرته راګرځیدونکی مهاجرت : دې ډول مهاجرت ته فعلي مهاجرت هم وایي په دې مهاجرت کې مهاجران یوه ټاکلي موسم کې بل ځای ته ځي اود موسم په پای ته رسیدو بیرته خپل اصلي ځای ته راځي.
د ارادې او غوښتلو له مخې د مهاجرت ډولونه
د ارادې او غوښتلو له مخې هم مهاجرت دوه ډوله دی:
1 – ارادي مهاجرت : معمولا دا مهاجرت په انفرادي ډول تر سره کیږي او د یوې کورنۍ د رهبر اراده او خواست پکې اړین وي.
۲ – جبري مهاجرت: په دی ډول مهاجرت کې د مهاجر اراده هیڅ ډول رول او نقش نه لري، لکه د غلامانو لیږد له یو ځای څخه بل ځای ته.
د بڼې له مخی د مهاجرت ډولونه
دا ډول مهاجرت هم دوه ډوله دی:
۱ – فردي مهاجرت : چې انفرادي او کورني مهاجرتونه پکې شامل دي.
۲ – جمعي مهاجرتونه : په دې مهاجرت کې ګڼ شمیر خلک مهاجرت کوي چې ډیری وخت استعماري ( تیري ) یا سیاسي بڼه لري .
۱ – فقر او دکار نه شتون:
اقتصادي لاملونه د مهاجرت اصلي انګیزه او جذبه رامنځته کوي د کار بین الملي سازمان په وینا د ټولې نړۍ د مهاجرانو نیمه برخه هغه مهاجران رانغاړي چې د اقتصادي اړتیاوو په وجه مهاجرت کوي.
2 – جګړه یا سیاسي او مذهبي ضررونه:
ځینې مهاجران په خپل کور یا هیواد کې د ظلم او تیري، نا امنی یا زورولو په وجه مجبوریږي چې خپل هیواد پریږدي او بل هیواد کې مهاجر او هلته پناه غوښتونکی کیږي.
۳ – ټولنیزې او طبیعي ستونزې:
ځیني طبیعي آفتونه لکه : زلزله ، سیل ، وچکالي ، د خوارکي توکو کمښت او ځینې نور عوامل هم د مهاجرت لامل کیدای شي.
د مهاجرت ګټې
۴ – د ژوند کولو لوړ ستندردونه او لوړ معاش:
دا مهاجرت پرمختللي هیوادونو ته د اقتصادي ښه والي په وجه ترسره کېږي.
۵ – سیاسي او مذهبي خپلواکي:
تعصب، تبعیض او ځینې نور ازیتونه ددې انګیزه رامنځته کوي چې خلک مهاجرت وکړي او په نوي استوګن شوي هیواد کې په بشپړې خپلواکۍ سره ژوند وکړي.
۶ – د ژوند کولو آسانتیا:
د ښې دندې ترلاسه کول او ښه معاش درلودل ددې لامل کیږي چې د ژوند کولو ښه وسایل ترلاسه کړي، ښې زده کړې او د پرمختګ په ساحې کې ژوند وکړي.
اخځلیکونه:
۱ ـ آریانا دایرة المعارف (۲۰۱۷ م / ۱۳۹۶ ه . ش) . شپږم ټوک . کابل : احمد مطبعه
۲ـ تږی ، حبیب الله (۱۳۷۷ ه . ش ) . پښتانه ، پیښور : دانش خپرندویه ټولنه
۳۔ فروزش فر, ناهيد (1395ھ.ش). تاثيرات روان شناختی مهاجرت, تهران: انتشارات ګيوا
4۔
Erika,fialer (2006) . UNHCR and international protection. .Switzerland:Geneva,rue de Montbrillant