ژباړه: حامد بهیر
په ظاهري ډول باندې دې پوښتنې ته ځواب اسانه دی؛ خو کله چې دقت وکړو، پوهېږو چې ځواب یې دومره هم اسانه نه دی.
لیکوالي دوې برخې په بر کې نیسي: یو د ورځنیو اړتیاوو د رفع کولو له پاره لیکل کول او بل هم زموږ د دروني احساساتو او فکرونو ویشل له نورو سره.
اول: د ورځنیو اړتیاوو له پاره لیکل؛ د غه ډول لیکوالي په حقیقت کې هماغه د پخوانیو په اند (کتابت) دی، چې اداري ژبه، د ورځنیو اړیکو جوړول او په ټوله کې زموږ د اړیکو سطحه په اجتماعي مناسباتو کې احتوا کوي او په عام توګه په دې ډول ورځنیو لیکنو، موږ غواړو چې خپلې اړیکې حل کړو؛ یانې هغه ورځني پیغامونه دي چې موږ هره ورځ ورسره سروکار لرو.
دویم: له نورو سره د خپلو دروني احساساتو او فکرونو ویشل:
په دې برخه کې هغه لیکنې راځي چې هنري ارزښت ولري. لیکنې هغه وخت تاثیر لرونکې کېږي چې موږ په خپله پوهه او تجربه باندې هغو ته هنري خوند ورکړو.
هنري خوند څه دی؟
هنري خوند، یانې دا چې موږ د هنري لیکلو په پروسه چې هماغه د ژبې مهم ډول دی، پوه شو او د خیال او فکر په چوکاټ کې د هنري ژبې په کارونه چې زموږ د فکرونو او احساس انعکاس دی، اشنا وو.
بې شکه چې هر لیکوال د هنرې ژبې سره سروکار لري، د هنري خوند نه برخمن دی؛ خو د دې هنر میزان د هر لیکوال احساس، تجربې، ظرفیت او استعداد ته په کتو دی، چې په هر لیکوال کې توپیر کوي.
ولې لیکل کوو؟
لیکو تر څو هغه څه چې د یوې ځپل شوې غوټې په ډول په درون کې لرو، را بیرون کړو.
لیکو چې خپل دروني زه له نورو سره وویشو او له دې کار څخه خوند واخلو.
لیکو چې نورو ته یې ور زده کړو.
لیکو چې د دې لیکلو په مرسته په تور تم کې څراغ روښانه کړو.
لیکو چې د ژوند زوړ او ستړی کونکی بهیر په ټولنه کې بل ډول کړو.
ټولو خبرو ته په پاملرنې چې د ولې لیکلو په ځواب کې یې لرو، وینو چې لیکل د یوې غرېزې په ډول چې بیرون کولو ته یې اړتیا لرو او غواړو چې له نورو سره یې شریک کړو، تر څو د یوې فکري راکړې ورکړې لاره زموږ ترمنځ جوړه شي.
لیکونکي اوسئ!























































