ژباړه: حامد بهیر
لیکوالي تل د لیکلو او لوستلو ترڅنګ موږ دې ته اړمن کوي، چې د یوې اثر لرونکې لیکنې له پاره په خپل ذهن کې یو چوکاټ ولرو؛ په دې سربېره د غه چوکاټ یوه لارښود ته اړتیا لري، چې په دې لیکنه کې به همغه لارښونکو موردونو ته اشاره وکړو.
لیکل باید په ساده ډول باندې پیل کړو، هغه څه چې په ذهن کې مو دي، بې له سختۍ یې ولیکو.
په بل پړاو کې مو هغه څه چې لیکلي، د هغو د غنا له پاره باید هغو ته پراخوالی او توسعه ورکړو.
له ابهام او پېچلتیا نه ډډه وکړو.
ځان مو باید د لوستونکي په ځای کې ودروو او په لیکنه کې مو ګنګ او تکراري موضوعات وسپړو.
له تازه لیکنو سره ځان عادت کړو، د تکراري او زړو نکتو له لیکلو نه ډډه وکړو.
د هغه مورونو په اړه چې نه پوهېږو، ونه لیکو؛ یانې لومړی مو په هغه برخه کې د پوهې محور لوړ کړو او وروسته یې په اړه ولیکو.
جذاب، زړه یخونکي او روان لیکل وکړو.
بې ګټې حاشیې لرې کړو او د یوه لوري نه متن ته د ننه شو.
متن په داسې واضح ډول باندې ولیکو چې د هغه بیا سپړنې له پاره موږ ته اړتیا نه وي.
د لوستونکي له پاره د فکر کولو لارې بندې نه کړو، پرېږدو چې لوستونکی څه ډول غواړي همغه ډول متن ولولي.
د لیکلو په مهال احساساتي نه شو، د دې په ځای چې احساساتي لیکل وکړو، باید حسي لیکل وکړو.
په مینه باندې لیکل وکړو، د بیا بیا لیکلو نه ستړي نه شو.
هر وخت د خپلې لیکنې له پاره یو ښه پای په نظر کې ولرو؛ هغه پای چې وکولای شي لوستونکی حیران او فکر ته اړ کړي.
لیکونکي اوسئ!























































